د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سپتمبر په ۴مه نېټه د پاکستان پارلماني ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې،د واکمن تحريک انصاف ګوند کانديدعارف علوي د ولسمشرۍ لپاره پارلماني ټاکنې وګټلې.
د پاکستان له اړوندو قوانينو سره سم ،نوی ولسمشر د استازو او مشرانو جرګو او د ۴ ايالتونو د پارلماني غړو د رايې ورکولو له لارې ټاکل کېږي .هر هغه کانديد چې اکثريت رايې تر لاسه کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.
د اټکل له مخې،د پاکستان د ټاکنو کمېسيون به د روانې مياشتې په ۵مه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو رسمي نتيجه اعلان کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |