CRI Online

د م م ځانګړي استازی به د يو شمېر هېوادونو له استازو سره په جينوا کې د سوريې پر مسئلې خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 10:15:37

د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي ستېفن دي ميستورا د سپتمبر په څلورمه نېټه په جينوا کې وويل، چې هغه د يو شمېر هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې چې د روانې مياشتې په نيمايي کې په جينوا کې د سوريې د اساسي قانون کمېټې د جوړولو په اړه خبرو اترو کې ګډون وکړي او له دې سره د سوريې مسئلې سياسي بهير پرمخ يوسي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دی به د سپتمبر په ۱۰ مه او ۱۱ مه نېټه د سوريې مسئلې په اړوند د استانا د سوله ييزو خبرو اترو د دريو مهمو ښکليو هېوادونو يعنې روسيې، ترکيې او ايران له استازو سره خبرې اترې وکړي او د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه به د امريکا، بريټانيا، فرانسې، جرمني، مصر ، سعودي عربستان او اردن په شمول د نورو هېوادونو له استازو سره د نوي پړاو خبرې اترې وکړي. د م م امنيت شورا به د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د سوريې د وضعيت په اړه بحث ترسره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای