د عراق د نوې دورې پارلمان د سپتمبر په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سپتمبر په ۱۵ مه نېټه به يې نوی رئيس او دوه مرستيال رئيسان وټاکي.
د عراق د نوې دورې پارلمان لومړنۍ غونډه د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په بغداد کې پرانيستل شوه او په دې غونډه کې څو سني ګوندونو د پارلمان رئيس مقام لپاره شپږ نوماندان ونومول . د ټاکلي پلان له مخې، په دغه غونډه کې به د پارلمان رئيس او دوه مرستيال رئيسان وټاکل شي. د عراق پارلمان په ۴مه نېټه په خپله اعلاميه کې وويل، په دغه غونډه کې د حاضرو پارلماني غړو شمېر ټاکلي نصاب نه و پوره کړي، نو د رئيس او مرستيال رئيسانو ټاکنه ونه شوه او د سپتمبر تر ۱۵ مې نېټې پورې به وځنډيږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |