د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د سپتمبر په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل که د سوريې حکومت کيمياوي وسلې وکاروي، امريکا او ملګري هېوادونه به سمدستي لازم غبرګون وښيي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې امريکا اوس د سوريې په ادليب ولايت کې د حالاتو په څارنې بوخته ده. که د سوريې حکومت يو ځل بيا له کيمياوي وسلې استفاده وکړي، امريکا او ملګري هېوادونه به سمدستي لازم غبرګون وښيي. امريکا به له ملګرو هېوادونو سره يو ځای په دپلوماتيکه توګه د سوريې مسئلې د حلولو لايحه ولټوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |