CRI Online

د چين د ګه جو با ګروپ په پانګونې د پاکستان د سوکي کيناري برېښناکوټ د جوړولو کارونه روان دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 10:37:27

د سپتمبر په لومړيو ورځو کې په پاکستان کې د چين د ګه جو با ګروپ د لومړۍ لويې پانګيزې پروژې يعنې د سوکي کيناري برېښناکوټ د جوړولو لپاره د تياري چارې بشپړې شوې او په راتلونکو دوو کلونو کې به د دغې پروژې زياتره برخه جوړه او بشپړه شي.

ياد برېښناکوټ د پاکستان د خيبر پښتونخوا د مانسهره سيمې په کونهار سيند باندې واقع دی او د سروې کارونه يې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۳۱ مه نېټه پيل شوي وو. دغه پروژه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په سلسله کې له مهمو پروژو څخه يوه ده او هم په بهرنيو هېوادونو کې د چين د ګه جو با ګروپ لومړۍ لويه پانګيزه پروژه هم ده چې پرې به يو مليارد ۹۶۲ مليونه ډالره ولګوي او له جوړېدو وروسته به يې د پاکستان د برېښنا يوه پر پنځمه برخه کمبود ورسره حل شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای