CRI Online

د امريکا او د کوريا جمهوريت ولسمشرانو په تليفوني خبرو کې د کوريا ټاپووزمې د حالت په باب خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 10:54:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د ستمبر په څلورمه نېټه وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای اين سره تليفوني خبرې اترې وکړې او پکې يې د کوريا ټاپووزمې د وضيعت په باب د نظريو تبادله وکړه او پر دې يې موافقه وکړه چې په روانه مياشت کې په نيويارک کې د م م د عمومي اسامبلې په موده کې يو له بل سره وګوري.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دوی په يادو خبرو کې د کوريا ټاپووزمې د وروستي وضيعت او له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو د پرمخبيولو لپاره د امريکا د اړوندو تدبيرونو په باب هم خبرې وکړلې.

په دې اعلاميه کې راغلي چې مون جای اين ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ويلي چې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه به په پيونګ يانګ کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره د کتلو لپاره خپل ځانګړی استازي وليږي او د کوريا جمهوريت به امريکا ته اړوند معلومات وړاندې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای