د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د سپتمبر په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سر وويل چې د اسرائيلو جنګي الوتکو په همدې ورځ د سوريې په دننه کې پر ځينو موخو توغندي اورولي چې له امله يې لږ تر لږه يو تن وژل شوی او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د سوريې پوځ په خپله اعلاميه کې وويل چې د اسرائيلو څو جنګي الوتکې په همدې ورځ د سوريې قلمرو ته داخلې شوې او د دې هېواد په حمه او تارتوس ولايتونو کې يې پر ځينو پوځي موخو د توغنديو بريدونه کړي چې ځينې توغندي يې د سوريې دفاعي سيستم له خوا غورځول شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |