CRI Online

د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم بېجينګ سرمشريزه غونډه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 14:40:31

د سپتمبر په ۴مه نېټه د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم بېجينګ سرمشريزه غونډه پای ته ورسېده. په دغه سرمشريزه غونډه کې د لاسته راوړنو دوه سندونه خپاره شول يعنې د بېجينګ اعلاميه او د بېجينګ عملي پلان. له دې څخه د اوسنۍ نړۍ پر مهمو مسئلو د چين او افريقا ګډې نظريې څرګندېږي او د اتو عملياتو د ګډ تر سره کولو، د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخو کې د چين او افريقا ټينګه اراده ښيي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه چې د بېجينګ سرمشريزه غونډه د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو نوې پرمختيايي پاڼه پرانيستې او د جنوب او جنوب ترمنځ د همکارۍ د نوې زمانې ډبره يې ايښې ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ياد فورم ګډ رئيس هېواد د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا په جلا جلا توګه د مشرانو د ګردي ميز د غونډې مشري وکړه چې پکې د لاسته راوړنو دوه سندونه تصويب شوي دي. تر دغې غونډې وروسته رئيس شي جين پينګ، ولسمشر رامافوسا او د دغه فورم د نوي رئيسه هېواد سنيګال ولسمشر مېکي سال په ګډه سره له خبريالانو سره وکتل. شي جين پينګ وويل: دغې سرمشريزې غونډې چې سرليک يې دی د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو ګټل او د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي، د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا ستره نقشه جوړه کړې ده. هغه څرګنده کړه:

( لومړی اواز)

په غونډه کې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د بېجينګ اعلاميه خپره شوه چې پر مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د دواړو خواوو ګډې نظريې څرګندې شوې او ټولې نړۍ ته د چين او افريقا د سره يو ځای پرمختګ قوي نښه يې ښودلې ده.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه: اوسنۍ نړۍ د ستر بدلون په حال کې ده چې له وروستيو سلو کلونو راهيسې بې سارې ده. يوه څو قطبيزه نړۍ او د اقتصادي چارو جهاني کېدو بهير په ژور پرمختګ بوخت دی. د مختلفو هېوادونو خلکو برخليکونه هڅېکله د نن په شان سره نه دي نښلول شوي. نو په داسې حال کې چين او افريقا موافقې ته رسېدلي چې بايد د ګډ برخليک يوه لا نژدې ټولنه اباده کړي.

( دوهم اواز)

موږ هيله لرو چې لاسونه سر يو کړو او په ګډه د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو. چين او افريقا غواړي چې يو له بل سره ستراتيژۍ او تګلارې ونښلوي او همغږي وکړي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره سره همکاري وکړي.

ولسمشرانو رامافوسا او سال د خپلو ويناوو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د جوړېدو له ۱۸ کلونو راهيسې د چين او افريقا ترمنځ همکاريز فورم د دواړو خواوو په تېره بيا د افريقايي هېوادونو د چټک پرمختګ يو ډېر ښه ډګر ګرځېدلی دی. د دغې سرمشريزې غونډې له زياتو لاسته راوړنو څخه د وروڼو په شان د افريقا او چين ژوره دوستي څرګندېږي او د دواړو خواوو د اړيکو پرمختګ نوې تقشه يې جوړه کړې ده. افريقا غواړي له چين سره په ګډو هڅو سره د افريقا او چين ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ژورې کړي، يو کمربند او يوه لاره اباده کړي، د همکارۍ نوي تدبيرونه پلي کړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک لا نژدې ټولنه جوړه کړي. د جنوبي افريقا ولسمشر رامافوسا څرګنده کړه چې

( څلورم اواز)

موږ ټول د رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز منو او پلوي يې کوو څو چې زموږ په وړاندې له ننګونو سره ګډه مقابله وکړو. موږ هيله لرو چې له دغه فرصت څخه ګټې واخلو څو چې افريقا ته پرمختګ ورکړو. موږ له رئيس شي جين پينګ او چيني حکومت څخه مننه کوو چې د بنسټيزو تاسيساتو، صنعتي کېدو بهير، سمندري اقتصاد، علمي تخنيک، روغتيا، ښوونې او مسلکي روزنې په شمول برخو کې افريقا ته يې فرصتونه او پانګې برابرې کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای