د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د ماداګاسکار له ولسمشر هنري رجاوناريمامپنينا سره وکتل
رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په تر ټولو ښه پړاو کې دي او خوځنده ځواک او پراخ راتلونکی لري. دواړه خواوې بايد د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ د سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو د پلې کولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.چين د ثبات ساتلو،د اقتصادي پرمختګ او له خپلو ځانګړتياوو سره سم د پرمختيايي لار د لټولو لپاره د ماداګاسکار له هڅو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د حکومتوالي تجربو د شريکولو او په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ور سره ګډکوششونه وکړي تر څو د ماداګارسکار د دواملرونکي پرمختګ لپاره قوي زمينه برابره کړي.
د ماداګاسکار ولسمشر وويل چې د ياد فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د برياليتوب له امله يې رئيس شي جين پينګ ته مبارکي وويله .ماداګاسکار د چين او افريقا ترمنځ د لانژدې برخليک ټولنې په هکله د رئيس شي جين پينګ له مهم وړانديز او بېلا بېلو تدبيرونو څخه پوره ملاتړ کوي چې دا به د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره لازيات خوځنده ځواک برابر کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |