CRI Online

شي جين پينګ د چاد له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 16:11:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د چاد له ولسمشر ادريس ډېبي سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه په بريالۍ توګه پای ته ورسيده، په دې اړه د ښاغلی ولسمشر له مهمو خدمتونو څخه ډېر مننه کوم. له تېرو څو کلونو راهيسې له ولسمشر سره مې په ځينو کتنو کې ډېرې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې. چين غواړي د چاد د ترهګرۍ پر ضد او د سولې د ساتلو په اړه خپله مرسته ورکړي.

ډېبي د ياد فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د بريالي جوړولو له امله مبارکي وويله.

د دواړو مشرانو تر کتنو وروسته د دوه اړخيزې همکارۍ او دوستۍ په اړه ځيني سندونه هم لاسليک شول.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای