د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رييس شي جين پينګ د سپتمبر په پنځمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د افريقايي ټولنې د کمېسيون له رييس موسا فاکي سره وکتل.
شي جين پينګ له رييس موسا فاکي څخه مننه وکړه چې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د ترسره کېدو لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي. شي جين پينګ وويل، افريقايي ټولنه د افريقا د يووالي او پياوړتيا نښه ده. چين تل له افريقايي ټولنې څخه ملاتړ کړی او کوي يې چې د افريقا د يووالي په بهير کې لارښوونکی رول ولوبوي او د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو او د چين او افريقا د همکارۍ فورم د چارو لپاره زيات رغنده رول ولوبوي.په دې وروستيو کلونو کې د چين او افريقايي ټولنې ترمنځ همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري او په نړيوالو چارو کې يې د نظريو تبادله او همغږي هم لانږدې نږدې شوې ده.
موسا فاکي وويل، بېجينګ سرمشريزه غونډه په بريالۍ توګه ترسره شوه او د رييس شي جين پينګ په مشرۍ د افريقا او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره دقيق لوري او سمه لاره موندل شوې ده. د رييس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي " اته عمليات" له "يو کمربند او يوې لارې" سره بيخي سمون لري،د افريقايي ټولنې د ۲۰۶۳ کال اجنډا له ترسره کېدو سره به مرسته وکړي او د افريقا د سولې او ودې لپاره ګټور دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |