د سین هوا اژانس دخبر له مخې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د سپتمبر په ۴ مه نېټه د پاکستان د اسلامي جمهوریت نوي ولسمشر عارف علوي ته د مبارکۍ پیغام ولیږه.
شي جین پینګ په یاد پیغام کې وویل چې چین او پاکستان د یو بل زړونو ته نږدې ګاونډیان، ملګري او وروڼه دي. د دواړو هېوادونو اړیکې د نړیوالو حالاتو له بدلونونو سره سره د ډبرې په شان ټینګې دي او لاهم پرمختګ کوي. کله چې ۲۰۱۵ کال ما پاکستان ته سفر وکړ، پریکړه مو کړې وه چې خپلمنځۍ اړیکې د ۲۴ساعته د ستراتیژیکو همکاریو ملګرو اړیکو ته اوچتې شي. په وروسیتو کلونو کې د ګډو کوششونو په رڼا کې د دواړو هېوادونو متقابل سیاسي باور ټینګ شوی او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز ابادۍ ډېرې نتیجې ترلاسه کړې دي چې نه یوازې د دواړو هیوادونو خلکو ته بلکې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره یې مثبت خدمتونه کړي دي.
شي جین پینګ دې ته اشاره وکړه چې اوس د چین او پاکستان ترمنځ د اړیکو ستراتیژیک اهمیت نورهم مهم دی نو دواړه هېوادونه باید د یو بل ټینګ ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ دې نورې هم ژورې کړي. زه د چین او پاکستان د اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او هیله لرم چې له تاسو سره خپلمنځۍ اړیکې نویې سویې ته اوچټې او د چین او پاکستان د ګډ برخلیک لا نږدې ټولنه جوړه کړم.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |