CRI Online

شي جين پينګ د کانګو له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 19:13:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د کانګو له ولسمشر دېنيس ساسو نګوسو سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د ښاغلی ولسمشر او د کانګو حکومت له مهمو خدمتونو څخه ډېره مننه کوم. اوس د چين او کانګو تر منځ اړيکې په تاريخ کې تر ټولو ښې دي. چين تل په ټينګه د دواړو خواوو تر منځ همکاري پياوړې کړي او هرکلی کوي چې کانګو په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په ګډې جوړونې کې ګډون کړی څو چې په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ په اړه نورې لاس ته راوړنې تر لاسه کړی.

ساسو په دې ليدنه کې وويل چې د ياد فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د دومره افريقايي مشرانو ګډون د دې ښودنه کوي چې افريقايي هېوادونه د افريقا او چين تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. کانګو په پوره توګه د بېجينګ اعلاميه او د بېجينګ له عملي پلان څخه ملاتړ کوی.

د دواړو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د اړوندې دوه اړخيزې همکارۍ په اړه ځيني سندونه هم لاسليک شول.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای