CRI Online

شي جين پينګ د زيمبابوې له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-05 20:13:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د زيمبابوې له ولسمشر اېمرسون منانګاګوا سره وکتل.

شي جين پينګ د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډې د بريالۍ جوړېدلو په اړه د ولسمشر منانګاګوا او زيمبابوې حکومت له خدمتونو څخه مننه کوي او په غونډه کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په اړه د ولسمشر مناګاګوا د فعالې هيلې ستاينه کوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای