د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د الجزاير له صدراعظم احمد اوياهيا سره وکتل.
شي جين پينګ د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د بريالۍ جوړېدو په اړه د الجزاير له خدمتونو څخه مننه کوي. شي جين پينګ وويل چې دچين او الجزاير تر منځ دوديزه دوستي ټينګه ده، د دواړو هېوادونو تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په چټکه توګه پرمختګ کوي او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ په اړه ډېرې لاسته راوړنې لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |