د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيونګودای د سپتمبر په ۵مه نېټه وويل، د چيونګودای د امنيتي ساتونکې ادارې مشر چونګوی يونګ په مشرۍ ځانګړي پلاوي په همدې ورځ په پيونګ يانګ کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره خبرې اترې وکړې او کيم جونګ اون ته يې د ولسمشر مون جای ين پيغام ورکړ.
د چيونګودای د خبر له مخې، ياد ځانګړی پلاوی د همدې ورځې د شپې تر ډوډۍ وروسته بيرته کوريا جمهوريت ته ستون شو. د دغه سفر په اړه مالومات به په بله ورځ خپاره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |