CRI Online

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له شو چي ليانګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 10:33:25
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له شو چي ليانګ سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د سپتمبر په ۵مه نېټه په پلازمينه دوشنبه کې د چين د مرکزي پوځي کميسيون له مرستيال رئيس شو چي ليانګ سره وکتل.

رحمان وويل، چين د تاجکستان ستر ګاونډی دی او د تاجکستان له خپلواکۍ راهيسې يې له دغه هېواد څخه کلک ملاتړ او ورسره ډېرې مرستې کړې. په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ په پر له پسې توګه پياوړې شوې او هراړخيزې همکاريزې اړيکې يې ژورې شوې دي. تاجکستان د افغانستان د وضعيت بدلون او د سيمه ييز امنيتي خپل وضعيت بدلون ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي په سيمه ييزو چارو کې له چين سره همغږي لا نږدې کړي، د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د پوځي امنيت په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دفاعي او امنيتي چارو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا ژوره کړي.

شو چي ليانګ وويل، چين او تاجکستان لرغونې دوستي لري، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر کوښښونو لاندې د دواړو خواوو ترمنځ سياسي باور د لا ډېرېدو په حال کې دی او د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې همکارۍ يې ابتدايي برياليتوب تر لاسه کړی دی. برسيره پر دې، دواړو خواوو د م م او د شانګهاۍ د همکارۍ سازمان په شمول ځينو څواړخيزو چوکاټونو کې نږدې همکارۍ کړې چې د دواړو خواوو ګډې ګټې يې ساتلې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای