CRI Online

شي جين پينګ د مراکش له لومړي وزير سعيد الدين عثماني سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 10:46:33

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د مراکش له لومړي وزير سعيد الدين عثماني سره ليدنه وکړه.

شي جين پينګ وويل چې د چين او مراکش تر منځ تګ راتګ عنعوي او اوږد دی. روان کال د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له شپېتمې کاليزې سره برابره ده او چين غواړي چې له مراکش سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو هکاريزو اړيکو د نوي کولو او نور پرمختګ هڅونه وکړي. چين به د پخوا په شان په مراکش کې د هېواد د ثبات ساتلو او د اقتصاد او ټولنې د پرمختيا په چارو کې د دغه هېواد له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې يوه مهم همکار په سترګه ورته ګوري. دواړه خواوې بايد په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو کې خپله همغږي او تفاهم پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي.

عثماني وويل چې مراکش د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره د چين د کوښښونو ستاينه کوي او دا نظر لري چې چين په نړيواله صحنه کې مهم او فعال قوی هېواد دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای