CRI Online

کابل کې د دوو چاودنو له امله ۱۶ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 10:47:25
کابل کې د دوو چاودنو له امله ۱۶ تنه ووژل شول

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د سپتمبر په ۵مه نېټه وويل د همدې ورځې په ماسپښين کابل کې دوه ځانمرګي چاودنې وشوې او له امله يې لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل او ۲۵ تنه نور ټپيان شول.

رحيمي وويل، لومړۍ چاودنه د کابل د شپږمې حوزې په يو لوبغالي کې وشوه او تر کابو يو ساعت وروسته دوهمه چاودنه د دې لوبغالي په بهر کې وشوه.

د اړوند خبر له مخې، د لومړي بريد موخه ښايي په لوبغالي کې د غېږ نيونې لوبې ليدونکي وو. د دوهم بريد په وژل شويو کسانو کې د افغانستان د دان ټلويزون دوه تنه خبريالان شامل دي، دوه خبريالان او ۱۰ تنه پوليس نور ټپيان شول.

تر اوسه پورې هېڅ لوري د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای