CRI Online

په دې وروستې موده کې د ليبيا په پلازمينه طرابليس کې د وسلوالو نښتو له امله ۶۳تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 10:48:53

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ليبيا د ملي يووالي حکومت د سپتمبر په ۵مه نېټه وويل د اګست له دريمې لسيزې راهيسي په پلازمينه طرابليس کې د وسلوالو نښتو له امله ۶۳ تنه وژل او ۱۲تنه ورک شوي دي.

د ليبيا حکومت څو څانګو په همدې ورځ په طرابليس کې يوه ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د روغتيا وزارت چارواکي په غونډه کې وويل په وسلوالو نښتو کې پر وژل شويو ورک شويو کسانو سربيره، څه دپاسه ۲۰۰ تنه ټپيان شوي چې شاو خوا ۵۰ تنه ګاونډي هېواد تونيس کې تر درملنې لاندې دي.

د اګست له دريمې لسيزې راهيسي د ليبيا حکومتي پوځ او نورو وسلوالو ډلو د طرابليس په جنوبي سيمه کې سره جګړه وکړه. د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د م م په منځګړيتوب په طرابليس کې د بېلا بېلو ښکېلو خواوو تر منځ د اوربند تړون لاسليک شوی چې د يوې اوونۍ لپاره وسلوالې نښتې پای ته ورسيدې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای