CRI Online

نړيوالې ټولنې د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بيجينګ د سرمشريزې غونډې د برياليتوب فعالې ارزونې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 11:13:39

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بيجينګ سرمشريزه غونډه د سپتمبر له ۳مې نيتې څخه تر ۴مې نيټې پوري په بريالۍ توګه تر سره شوه. نړيوالې ټولنې دغې غونډې ته پراخه پاملرنه وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې په دغه غونډه کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او د چين او افريقا تر منځ اړيکې د پرمختيا نوي پړاو ته رسيدلې او په نوې زمانه کې د دواړو خواوو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ لپاره ټينګ بنسټ ايښودلی دی.

د سپتمبر په ۳مه نېټه د دغې سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې رئيس شي جين پينګ د چين هغه پنځه تګلارې اعلان کړې چې په افريقايي هېوادونو کې د خپل ملي حالت له مخې د پرمختيا په لارو کې، د افريقا په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي، په زور سره خپل نظر پر نور نه مني، له افريقا سره د مرستې کولو په ترڅ کې هيڅ اضافي سياسي شرايط نه جوړوي او په افريقا کې د پانګونو په ترڅ کې هيڅ شخصي سياسي ګټې نه لټوي. دغې تګلارې د بېلا بېلو ټولنو لوړې ستاينې تر لاسه کړې.

د ناميبيا پوهنتون د سياست او ساينس استاذ وزي ريروکو وويل چې چين د افريقا هراړخيز دوست دی او د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندی شوي پنځه تګلارې د هڅونې وړ دی.

د جنوبي افريقا مشهور اقتصاد پوه موندي وويل چې افريقا او چين طبيعي دوديز دوستان دي او دواړه خواوې د همکارۍ ښه بنسټ لري. افريقايي هېوادونه په دې نظر دی چې د افريقا او چين تر منځ همکارۍ مساوي او دواړو خواوو ته ګټې رسوي، سره له دې چې نړيوال حالات بدليږي، د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ بنسټ به بدل نه شي.

د کنيا د نايروبي پوهنتون د جغرافيي او چاپيريال علم مرستيال پروفيسر يلاندو وويل چې دغه پنځه تګلارې په اوسني وخت او راتلونکې کې د افريقا او چين تر منځ د اړيکو لپاره ستر اهميت لري چې له دې څخه څرګنديږي چې چين د افريقا ريښتنی دوست دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای