د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د سپتمبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، د دې هېواد مشر کيم جونګ اون د سپتمبر په ۵مه نېټه د کوريا جمهوريت له ځانګړي پلاوي سره د کتنې په وخت کې د ذروي وسلو د له منځه وړلو په اړه د ديموکراتيکې کوريا او خپله اراده بيا څرګنده کړه. هغه په عين وخت کې په روانه مياشت کې په پيونګ يانګ کې د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د کتنې د اجنډا او د خبرو اترو د موضوعاتو په اړه د کوريا جمهوريت له دغه ځانګړي پلاوي سره موافقه کړې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |