CRI Online

ماکرون له ستونزمن حال څخه د اروپايي ټولنې د ژغورلو لپاره ډېرې ديپلوماتيکې هڅې کوي، نو دا لازمه ده چې چين او اروپا په يو لوري کې ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 14:54:39

په اوسنۍنړۍ کې چې پکې بېلا بېل نظرونه او ځواکونه شته دي، اروپا چې تل د نړيوالې ادارې دنده پر غاړه لري ، له ډېرو ستونزو سره مخ ده. د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د اروپايي ټولنې د يوه مشر په توګه په دې وروستيو ورځو کې ديپلوماتيک کوښښونه کړي په تېره بيا د اګيست په پای کې يې په بهرنيو هېوادونو کې د فرانسوي ديپلوماتانو په غونډه کې يوه مهمه وينا کړې او پکې يې له څو اړخيز کېدو څخه ملاتړ کړی دی.له دې څخه ښکاريږي چې فرانسې له ستونزمن حال څخه د اروپايي ټولنې د ژغورلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

يو اړخيز کېدو د امريکا او اروپا ترمنځ اتحاد ته زيانونه رسولي دي

ماکرون وويل چې اوس څو اړخيزې غوښتنې او د يادې ټولنې پرمختګ له بې ساري بحران سره مخ دی .د امريکا د ډونالډ ټرمپ حکومت د يو اړخيز کېدو نظر کلک دی .د فرانسې، المان او اروپايي ټولنې مشرانو له ټرمپ سره د نظريو تبادله وکړه او ور سره يې دوستي ټينګه کړه، خو هېڅ نتيجه يې تر لاسه نه کړه.ډونالډ ټرمپ د امريکا او اروپا ترمنځ په راکړه ور کړه کې امريکايي ګټو ته زيانونه نه غواړي ، نو نه يوازې له دې ټولنې سره يې له سوداګريزې جګړې څخه لاس نه دی اخيستی، بلکې په ناټو کې د اروپايي غړو له خوا د غړيتوب پيسې د ور کولو او د خپل هېواد د ګټو د بيا تر لاسه کولو لپاره يې هم ډېرې هڅې کړې دي.

سربېره پردې امريکا د ايران د ذروي تړون او اقليمي بدلون په هکله د اروپا لپاره څه ستونزې جوړې کړې چې د اروپا د نړيوالو فعاليتونو مهمو لاسته راوړنو ته يې زيانونه رسولي دي.دا تر ټولو سخته ده چې ټرمپ د اروپايي هېوادونو د يو ځای کېدو اهميت کم کړی او د اروپايي ګټو په تړاو مسئلې يې له پامه غورځولی دی.د دې ترڅنګ هغه هم د اروپايي ټولنې د بېلتون له غوښتونکو څخه ملاتړ کړی دی.په دې هکله ماکرون په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا د يو اړخيزو عملونو له امله د اروپا او امريکا ترمنځ اتحاد خپل رول له لاسه ور کړی دی.

اوس مهال د اروپايي ټولنې په دننه کې د اروپا د يو ځای کېدو بد ګومان شتون لري او د تندلارۍ غوښتونکي هم ډېريږي.

د دې حالت پر وړاندې ماکرون فرانسوي لايحه وړاندې کړه او په بهرنيو هېوادونو کې د ميشتو فرانسوي ديپلوماتانو او سفيرانو په غونډه کې يې د اتحاديې، ارزښتونو او ګټو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او له نړيوالو حالاتو او د پاملرنې وړ مسئلو سره د مقابلې لپاره يې د فرانسې دريځ بيان کړ.دغه راز هغه په خپله وينا کې د ټرمپ پر يو اړخيزو عملونو نيوکه وکړه ، خو په عين وخت کې په دې اند دی چې ور سره د ډيالوګ ساتل هم لازم دي.سربېره پر دې هغه د څو اړخيز کېدو په بهير کې د چين فعال ګډون وستايه ، خو ګومان يې کړی چې د دې بهير په هکله چين خپل نظر لري.د نړيوالې ادارې په هکله ماکرون وويل چې د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ځينو سيمو د ثابتېدو او د نړيوال کېدو غوره والی لري .په دې برخه کې به فرانسه د برابرۍ لټولو او د خپلو ګټو او ارزښتونو د ساتلو له اصولو سره سم له چين سره رغنده او باورلرونکي ډيالوګ وکړي.ماکرون د اروپايي ټولنې د يو ځای کېدو پر پرمختيايي موخې ټينګار کوي او د اروپا له خوا د خپلواکې ستراتيژۍ د غوره کولو او د نموني مقام د نيولو لپاره هڅه کوي او په دې ټولنه کې له بېلتون سره مخالفت کوي تر څو د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو او د متقابلې مرستې لپاره پرمخ ولاړ شي.

ماکرون په يو لوري کې له المان سره د ګامونو پورته کولو ترڅنګ نوې ديپلوماتيکې هڅې هم کړې دي.په دې وروستيو ورځو کې هغه د اروپايي ټولنې له ۱۴ غړو هېوادونو څخه ليدنې وکړې تر څو د دې ټولنې د سمسورتيا لپاره له اړوند پلان څخه لازيات ملاتړ تر لاسه کړي.

دا رښتيا ده چې چين او اروپا د څو اړخيز کېدو په هکله ګډې نظريې لري.دواړه خواوې د څو اړخيز سيستم او معقولو اصولو د ساتلو لپاره د نظريو تبادلې اوهمکاري پياوړې کوي تر څو د نړيوالو اړيکو د ښه پرمختګ لپاره خپل مثبت رول ولوبوي. نو چين او اروپا بايد متقابل باور او تفاهم ټينګ کړي او په يو لوري کې دې ګامونه پورته کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای