CRI Online

ترکيې او المان د سوريې وضعيت د سختېدو پر مخنيوي ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 15:17:42

ترکيې او المان د سوريې وضعيت د سختېدو پر مخنيوي ټينګار وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو د سپتمبر په ۵مه نېټه له خپل جرمني سيال هيکو ماس سره په انقره کې خبرې اترې وکړې، دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د ترکيې او المان ترمنځ اړيکې بايد ښې شي او د سوريې د ادلب سيمې وضعيت د سختېدو څخه دې په ګډه مخنيوی وکړي.

چاوسوګلو تر خبرو اترو په يوه خبري ناسته کې وويل، په ادلب سيمه کې د سوريې پوځ د بمبارۍ له امله ښايي بشري بحران رامنځته شي. ترکيې غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کې د پوځي عملياتو مخنيوی وشي او و يې ويل چې د سپتمبر په ۷مه نېټه به د ترکيې، سوريې او ايران د مشرانو په غونډه کې د اړوند موافقه ليک د لاسليک لپاره هڅې وکړي.

ماس وويل، د سوريې د ادلب سيمې وضعيت ته د ترکيې پاملرنه د منلو وړ ده. المان به د دې سيمې وضعيت د سختېدو د مخنيوي لپاره له ترکيې سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای