CRI Online

کيم جونګ اون له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د شمالي او جنوبي خواوو تر منځ د اړيکو د ټينګښت په هکله د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت پر نظريې ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 16:05:39

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت لومړي مشر کيم جونګ اون د کوريا جمهوريت د ځانګړو استازو له پلاوي سره د ليدنې په وخت کې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو پر نظريې يو ځل بيا ټينګار وکړ او د ټاکلي پلان له مخې يې په روانه مياشت کې په پيونګ يانګ کې د شمالي او جنوبي کوريا د مشرانو تر منځ د ملاقاتو د اړوندې اجنډا او مباحثوي مضمون په هکله يې له کوريا جمهوريت سره ګډې نظريې تر لاسه کړې.

د ديموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د روانې مياشتې په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې کيم جونګ اون په همدې ورځ وويل چې په کوريا ټاپووزمه کې په پوره توګه د وسلوالو نښتو خطرونو او د جګړې رامنځته کېدو ويرې له منځه وړل او له دغې سيمې څخه د ذروي وسلو او ګواښونو د ختمولو پر بنسټ د سوله ايزې کوريا جوړول د ‌ډيموکراتيکې کوريا ټينګ دريځ او د ده شخصي نظر دی. هغه وويل شمالي او جنوبي کوريا بايد له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره لا فعالې هلې ځلې وکړي.

کيم جون اون او د کوريا جمهوريت د ځانګړو استازو له پلاوي سره د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د ليدنې د اجنډا او مباحثوي مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او خوښې وړ ګډې نظريې يې تر لاسه کړې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای