CRI Online

ايران له اروپا څخه غوښتنه کوي چې د امريکا د فشار مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 16:09:04

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران د خارجه وزارت مرستيال وزير عباس عراقچي د سپتمبر په ۵مه نېټه له اروپا څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا د فشار مخه دي ونيسي تر څو د ايران ذروي تړون وساتل شي.

د ايران دولتي ټلويزيون د عراقچي له قوله ويلي چې اروپايي هېوادونه بايد له سياسي لحاظه د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا د وتلو له عمل سره ټينګ مخالفت وکړي او په دې تړون کې د ايران د ګټو د ضمانت لپاره واقعي او اغيزمن تدبيرونه ونيسي.

عراقچي وويل چې که د ايران ګټې خوندي نه شي، دغه هېواد به له ذروي تړون څخه ووځي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړ پوړی استازی فدريکا موګريني وويل ، په دې حال کې چې امريکا په يوه اړخيزه توګه د ايران له ذروي تړون څخه وتلی او پر ايران يې بنديزونه لګولي، اروپايي ټولنه به له اړوندو خواوو سره همکارۍ وکړي تر څو د ايران ګټې تامين شي او دغه تړون په مداومه توګه به وساتل شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای