CRI Online

شي جين پينګ د کپ ورد له صدراعظم جوسي وليسيس کوريايي سيلوا سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 16:10:20

د سين هوااژانس د خبرله مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د کپ ورد له صدراعظم سره ملاقات وکړ.

رئيس شي جين پينګ وويل چې چين غواړي له کپ ورد سره هغه ډول نمونوې اړيکې جوړې کړي چې په مساوي ډول يو له بل سره چلنډ کوي او د يووالي پر بنسټ همکارۍ کوي. دواړه خواوې بايد د مرکزي ګټو اړوندو مهمو مسئلو په هکله يو له بل نه ټينګ ملاتړ وکړي. چين د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د کپ ورد د فعال ګډون ستاينه کوي او غواړي چې له دغه هېواد سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د سمندري اقتصاد په شمول ساحو کې ورسره همکارۍ وکړي.

سيلوا وويل چې د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم د بيجينګ سرمشريزه غونډه بريالۍ شوه. په غونډه کې د چين او افريقا د برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې او د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ په هکله د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي تدبيرونه د هڅونې وړ دي او نوې زمانې ته د چين او کپ ورد تر منځ د اړيکو د ننوتلو لارښوونه کوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای