د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د مرکزي افريقا له ولسمشر فاوستين ارچنګ تواديرا سره وکتل.
شي جين پينګ وويل چې چين غواړي له مرکزي افريقا سره خپلمنځي متقابل سياسي باور پياوړی کړي او په فعاله توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکاري ژوره کړي څو د خلکو ژوند ښه شي.چين به په پر له پسې توګه مرکزي افريقا ته طبي ډلې واستوي.
تر خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په ګډه د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو په لاسليکولو کې ګډون وکړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |