CRI Online

ډونالډ ټرمپ: ښايي د م م د عمومي اسامبلې په ترڅ کې د ايران له ولسمشر سره وګورم

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 16:32:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۵مه نېټه وويل ،ښايي هغه په روانه مياشت کې د م م د عمومي اسامبلې په وخت کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

په همدې ورځ کله چې د رسنيو له خوا د روحاني سره د کتنې په اړه پوښتنه وشوه، ټرمپ وويل چې هرڅه ممکن دي، امريکا به د وضعيت پر بنسټ پرېکړه وکړي. دا په ايران پورې اړه لري چې ايا غواړي له امريکا سره خبرې اترې وکړي . هغه به تل د ايران له مشر سره د ليدنې کتنې هيله لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای