CRI Online

شي جين پينګ د بروندی د ولسمشر له دويم مرستيال سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 19:09:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د بروندی د ولسمشر له دويم مرستيال جوسيف بوتورې سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، د چين او بروندی تر منځ اړيکې اوس په تاريخ کې تر ټولو ښې دي، چين په فعاله توګه د بروندی پخپله د ځانګړی پرمختيايي لار له پيدا کولو څخه ملاتړ کوي او چين غواړي د م م په شمول په څواړخيزو چارو کې د بروندی قانوني حقوق وساتي. چين هرکلی کوي چې بروندی په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړونې کې ګډون وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای