CRI Online

شي جين پينګ د يوګانډا له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 19:11:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د يوګانډا له ولسمشر يووري موسېوني سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، چين تل يوګانډا په افريقا کې د يو مهم همکار ملګري په سترګه ګوري، موږ د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو په اړه د يوګانډا له رول څخه ملاتړ کوو او موږ غواړو په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د دواړو خواوو تر منځ تبادلې او مشورې پياوړې شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای