د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ۲۰۰ مليارد امريکايي ډالرو په ارزښت چيني توليداتو د اضافي ګمرکي مالياتو د لګولو په اړه د امريکا د ګواهۍ اورولو موده په دې وروستيو ورځو کې پای ته ورسېده.د خبر له مخې،له ۹۰ سلنې څخه ډېرو ګډون کوونکو له ياد تدبير سره مخالفت کړی.خو د امريکا حکومت لاهم غواړي دې تدبير ته دوام ورکړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د سپتمبر په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې که امريکا د اکثريت شرکتونو نظريو ته پاملرنه ونه کړي او لاهم خپله لاره غوره کړي چې پر چيني توليداتو د اضافي مالياتو لګولو تدبير ونيسي،چين به اړين ګامونه پورته کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |