CRI Online

شي جين پينګ د توګو له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-06 20:59:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶ مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د توګو له ولسمشر فورې اېسوزمنا ګناسينګب سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، د چين او توګو تر منځ دوستي اوږد تاريخي لري او مخ پر ټينګېدو دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو لاسته راوړنې هم زياتې دي. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې توګو په افريقايي چارو کې لا زيات رول ولوبوي.

دواړه مشران تر ياد ملافات وروسته د همکاريو د ځينو سندونو د لاسليک په مراسمو کې هم حاضر وو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای