د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۶ مه نېټه د لسوتو له لومړي وزیر توماس موتسواهای تابانی سره وکتل. شي جین پینګ وویل چې چین او لسوتو دواړه ښه دوستان او ښه همکاران دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د لویو او وړوکیو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او مساوي همکاریو یوه نمونه ده. چین د لسوتو ستاینه کوي چې د یو چین پېژندلو پر پالیسۍ ټینګار کوي او غواړي له لسوتو سره یو ځای د ګډو ګټو دوستانه همکارۍ ټینګې کړي، د حکومتونو، ګوندونو، د قانون جوړولو ارګانونو او بېلابېلو ټولنو ترمنځ تګ راتګ زیات کړي، د یو بل کلیدي او مهمو مسئلو په اړه یو له بل څخه ملاتړ وکړي، د سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه همغږي نږدې کړي او د دواړو هېوادونو په ګډون د پرمختیایي هېوادونو ګډې ګټې وساتي چې خپلو خلکو ته ګټې او نیکمرغي هم ورسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |