د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۶ مه نېټه د تانزانیا له صدراعظم کاسیم ماجالیوا سره وکتل. شي جین پینګ وویل چې د چین او تانزانیا ترمنځ دوستي اوږد تاریخ لري. په ۲۰۱۳ کال کې د چین د دولت رئیس په توګه له ټاکل کیدو وروسته افریقا ته زما د سفر لومړی تم ځای تانزانیا و. چین له تانزانیا سره د اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په بېلابېلو ساحو کې له تانزانیا سره د ګډو ګټو همکارۍ زیاتې کړي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې او نیکمرغي ورسوي.