د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۶ مه نېټه د کانګو دېموکراتیک جمهوریت له صدراعظم برونو تشیبالا نزینزی سره وکتل. شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې چین په ټینګه سره د خپل هېواد د سولې او ثبات د ساتلو او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره د کانګو دېموکراتیک جمهوریت له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي او غواړي له دې هېواد سره یو ځای په بېلابېلو ساحو کې تګ راتګ او د ګډو ګټو همکارۍ پراخې کړي، له دې هېواد سره مرسته وکړي چې خپلې طبعي سرچینې په انکشافي امتیاز بدل کړي او دې هېواد وهڅوي چې خپله هغه موخه پوره کړي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې نوی سمسور بازاري هېواد اباد شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |