د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ۶ مه نېټه د امريکا په باور د ناوړه انټرنيټي فعاليتونو له امله د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت پر يو شخص او يو شرکت باندې د بنديز لګولو اعلان وکړ.
د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ياد شخص د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت يو پروګرامر دی او د ډيموکراتيکې کوريا د بهرني انټرنيټي امنيت ته زيان رسوي. پر يو شرکت چې ياد سړي پخوا کار ور سره کړی هم بنديز ور باندې لګول شي.
د اړوندو قواعدو له مخې به په امريکا کې د ياد شرکت او شخص پانګې کنګل شي او د امريکا اتباع به ورسره سوداګري نه شي کولای.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |