CRI Online

د جاپان په حوکايدوتو کې د زلزلې له امله سخت زيانونه رامنځته شول

cri     (GMT+08:00) 2018-09-07 10:44:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر د ۶مې نېټې په سهاروختي د جاپان په حوکايدوتو کې شپږ اعشاريه اووه درجه زلزله وشوه او له امله يې لږ تر لږه ۲ تنه مړه، ۱۲۵ تنه ټپيان او ۳۹ تنه ورک دي. تر اوسه پورې د چيني اتباعو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی خپور شوی.

اوس په حوکايدوتو کې لا هم د زلزلې واړه ټکانونه رامنځته کېږي، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړ چې ښايی په راتلونکې اوونۍ کې دغه سيمه کې سخته زلزله بيا پېښ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای