د بريتانيا د عامې روغتيا ادارې يوه تازه سروې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې بريتانيا کې پر ايډزو ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۴۳۶۳ و چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۱۷٪ کم شوی او دا پر له پسې دويم کال و چې پکې ياد شمېر راټيټ شوی دی.
ياده اداره وايي له ۲۰۱۵ کال راهيسې په بريتانيا کې پر ايډز د نويو اخته شويو کسانو په شمېر کې څرګند کموالی رامنځته شوی، له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې يې کموالی ۱۷ ٪ ته رسيدلی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |