CRI Online

ايران: حسن روحاني به د م م د عمومي اسامبلې په ترڅ کې له ډونالډ ټرمپ سره و نه ګوري

cri     (GMT+08:00) 2018-09-07 14:37:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ولسمشر دفتر مشر محمود واعظي د سپتمبر په ۶ مه نېټه اعلان وکړ چې ولسمشر حسن روحاني به په روانه مياشت کې د م م د عمومي اسامبلې د غونډې په وخت کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره و نه ګوري.

واعظي وويل، روحاني به د روانې مياشتې په ۲۵ مه نېټه د م م په عمومي اسامبلې کې وينا ورکړي خو هغه به د دې په ترڅ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره و نه ګوري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۵مه نېټه په واشيټن کې وويل ،ښايي هغه په روانه مياشت کې د م م د عمومي اسامبلې د ناستې په وخت کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري. دا په ايران پورې اړه لري چې ايا غواړي له امريکا سره خبرې اترې وکړي، هغه به تل د ايران له مشر سره د ليدنې کتنې هيله لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای