د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په شپږمه نېټه خبر ورکړ چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د تګلارې په اړه د امريکا نوی ځانګړی استازی سټيفين بيګون به د روانې مياشتې له لسمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې د کوريا له جمهوريت، چين او جاپان څخه ليدنې وکړي او د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په باب به له يادو درېيو هېوادونو سره مفصلې خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ښاغلی بيګون به د يادو هېوادونو له اړوندو چارواکو سره خبرې اترې وکړي او په مداومه توګه به له ډيپلوماتيکې لارې چارې له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه د ذروي وسلو د پاکولو په اړه نهايي او د څارنې وړ پروسه پياوړې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |