CRI Online

امريکا پر هغو څلورو کسانو او پنځو تصديو د بنديز لګولو اعلان وکړ چې د سوريې پر حکومت پورې اړه لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-07 15:25:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو او د ماليې وزارتونو د سپتمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت پريکړه کړې چې د سوريې له حکومت سره د مرسته کولو له امله به پر هغو څلورو کسانو او پنځو تصديو بنديزونه ولګوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ياد کسان او تصدۍ شکمنې دي چې د وسلو او پټرول د ليږدولو په برخه کې يې د سوريې حکومت ته اسانتياوې برابرې کړې او د پيسو او مالونو ملاتړ يې هم ورڅخه کړی دی. ياد کسان او تصدۍ په جلا جلا توګه په سوريې، لبنان او عربي متحده اماراتو کې ميشت دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې امريکا به په مداومه توګه د سوريې پر حکومت او پلويانو يې د مادي مرستو د پرې کولو لپاره کلک او قوي عمليات تر سره کړي او د سوريې حکومت د سياسي انزوا لپاره به هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای