د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سپتمبر په ۷مه نېټه وويل، چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت لوړ مشر کيم جونګ اون شخصي خط لېږلی او ژر به يې تر لاسه کړم او فکر کوم چې د دې خط محتويات به ډېر مثبت وي.
شمالي داکوتا ته په ځانګړې الوتکه کې ترمپ رسنيو ته وويل، چې په ۶مه نېټه ديموکراتيکې کوريا د دې هېواد او د کوريا جمهوريت ترمنځ پوله کې د کيم جونګ اون خط سپارلی او د امريکا د بهرنيو چارو وزير پومپيو به دغه خط امريکا ته ورسوي. هغه همدارنګ وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د امريکا په اړه او له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو په اړه د ديموکراتيکې کوريا څرګندونې مثبتې دي او د امريکا او ديموکراتيکې کوريا خبرو اترو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |