CRI Online

د چين استازي غوښتنه وکړه چې د ديالوګ له لارې دې د سوريې مسئله حل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-08 17:29:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د سپتمبر په ۷مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه غونډه کې له ټولو اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې ديپلوماتيکې هڅې دې وکړي تر څو د ديالوګ له لارې مسئله حل او حالات ارام شي.

ما جاو شيو وويل، چې د سوريې مسئلې د سياسي حل بهير ورو دی، ترهګريز سازمانونه لا ستر خطر دي او په ادليب ولايت کې وضعه خرابه ده. نړيواله ټولنه بايد په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مقابله وکړي او په عين وخت کې د عامو خلکو ساتنه دې وکړي. بېلا بېلې خواوې بايد د م م منشور اصول او د نورو نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو رعايت دې وکړي، د سوريې ملي حاکميت، خپلواکۍ، يووالي او د خاورو بشپړتيا احترام دې کړي او د وسلو له استعمال نه دې ډډه وکړي.

ما جاو شيو وويل، د سوريې مسئلې په اړه چين په سياسي حل ټينګار کوي او دا د سوريې د سولې او ثبات د تر سره کولو لپاره يوازينۍ لاره ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای