د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د مطبوعاتو وزارت د سپتمبر په ۷مه نېټه وويل، د پاکستان حکومت هغه دريځ چې له هند سره ډيالوګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی غواړي، د پاکستاني ځواکونو ملاتړ تر لاسه کړی دی. د پاکستان د مطبوعاتو وزير وويل، چې د پاکستان د حکومت او ځواکونو مشران په دې نظر دي چې هيڅ هېواد د تجريد په حال کې پرمختګ نه شي موندلی. که سوله تامين نه شي، ملي پرمختګ به وروسته پاتې شي.
نوموړي وزير وويل، صدراعظم عمران خان څو ځلې هند ته داسې پېغامونه ليږلي چې له هند سره د سيمه ييزې سولې په موخه ډيالوګ وکړي، خو له هند څخه يې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |