د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان منتخب ولسمشر عارف علوي د سپتمبر په نهمه نېټه د دغه هېواد په اسلام اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.
د دغه هېواد د سترې محکمې قاضي ميا ثاقب نثار د دغو مراسمو مشري وکړه. د دغه هېواد د صدراعظم عمران خان په شمول د کابينې غړو، د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز قمر جاويد باجوه او د ګڼ شمېر هېوادونو سفيرانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |