CRI Online

د پاکستان صدراعظم عمران خان له وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-09 21:02:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ۹مه نېټه د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

عمران خان په دې کتنه کې وويل، چين د پاکستانيانو په زړه کې خاص مقام لري. د پاکستان نوی حکومت د پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره د خدمتونو ټينګه اراده لري. د پاکستان او چين اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ يوه نمونوي پروژه او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ مهمه برخه ده، پاکستان هيله لري چې له چين سره د دې پروژې د ښه تر سره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. د پرمختګ په برخه کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه د ستاينې وړ دي، غواړم چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړم. زه دې ته سترګې په لار يم چې په راتلونکي دسمبر کې د چين د وارداتو د لومړۍ دورې نړيوال نندارتون لپاره چين ته سفر وکړم او له چين څخه رسمي ليدنه وکړم.

وانګ يي وويل، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادۍ پاکستان ته ګټې رسولې. موږ هيله لرو چې د پاکستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د اړتياوو سره سم د صنايعو همکاري پياوړې کړي او پاکستان ته نور زيات کاري دندې ورکړي، څو چې نور زيات پاکستانيان ترې ګټې واخلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای