د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي چې د سپتمبر په نهمه نېټه يې تازه لوړه وکړه، د همدې ورځې په ماسپښين په اسلام اباد کې د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.
ښاغلي علوي د وانګ يي په وسيله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې وړاندې کړلې او ويې ويل چې په دې خوښ دی چې د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته لومړی له وانګ يي سره ګوري، او له وانګ يي څخه يې مننه وکړه چې د ده د لوړې په مراسمو کې يې ګډون کړی و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |