CRI Online

د جاپان په حوکايدو کې د زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-10 09:49:14

 

د جاپان په حوکايدو کې د زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان حکومتي سرمنشي سوګه يوشهيدي د سپتمبر د ۹مې نېټې په شپه په يوه خبري ناسته کې وويل، په حوکايدو کې د زلزلې له امله ۴۲ تنه مړه شوي دي او تر اوسه يو تن لا ورک دی. ژغورونکې ډله د ورک تن په لټولو بوخته ده.

پر ځايي وخت د سپتمبر د ۶مې نېټې په سهاروختي په حوکايدو کې ۶.۷ درجه زلزله وشوه او له امله يې ډېرې ودانۍ ړنګې شوې او غرونه ښوئېدلي، د اوبو او برېښنا برابرونه په پراخه پيمانه پرې شوې او ترافيکي سيستم هم خراب شوی. د سپتمبر د ۹مې نېټې تر مازديګر پورې په دغه سيمه کې ۲۶۰۰ تنه په لنډمهاله استوګنځايونو کې اوسېږي او ۸۰۰۰ کورونه د اوبو نه شتون سره مخ شوي دي. اوس د برېښنا برابرونه په بنسټيزه توګه اعاده شوې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای