د سين هااژانس د خبر له مخې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايکل پېنس د سپتمبر په ۹مه نېټه د فوکس ټلويزيون سره په مرکې کې وويل چې د کيمياوي وسلو مسئله د سوريې په هکله د ډونالډ ټرمپ حکومت د سياسي تګلارو سره کرښه او د تګلارو د عملي کولو يو بنسټ دی.
پېنګس وويل چې امريکا اوس د سوريې په ادليب ولايت کې حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي او دا تامينوي چې په دغه ځای کې د بشري ستونزو پېښو رامنځته کېدو مخنيوی وکړي. امريکا سوريې، روسيې او ايران ته په ښکاره توګه ويلي چې امريکا او ملګري هېوادونه د ادليب په ولايت کې د عامو خلکو په وړاندې د کيمياوي وسلو د کارولو عمل ته اجازه نه ورکوي، که دغه ډول پيښه رامنځته شي، امريکا او ملګري هېوادونه به سمدستي ځوابي فعاليتونه تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |